اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اېف ايټ ايكسچينج چوك انټرچينج او سرينه چوك انټرچينج پراجيكټس سمدستي دوره وكړه او د دواړه ميګا پراجيكټس تعميراتي كارونو پيش رفت جاج ئې واخست۔د ??ورنيو چارو وزير تيره شپه ناوخته د خپلي دورې په مهال د اېف ايټ ايكسچينج چوك فلائي اوور او سرينه چوك انټرچينج انډر پاسز روان تعميراتي هلو ځلو جاج واخست۔د ??ورنيو چارو وزير اېف ايټ ايكسچينج چوك انټرچينج په 42 ورځو ريكارډ موده كښې د بشپړ شوي انډر پاس هم څارنه وكړه۔ده د انډر پاس اړخونو ته هارټيكلچر لپاره احكامات جاري كولو سره د پراجيكټس په ډيډ لائن كښې د بشپړولو سپارښتنه وكړه۔د ??ورنيو چارو وزير ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل انډر پاس 42 ورځو كښې بشپړ شوې۔ محسن نقوي مقرره كار په وخت بشپړولو ورك فورس له شاباشې وركولو سره ووئيل په دواړو منصوبو دې په درې شفټونو كښې كار روان وساتلے شي۔د كورنيو چارو وزير د شپې په شفټ ك??ې اضافي ورك فورس لګولو سپارښتنه وكړه۔ محسن نقوي ووئيل سرينه هوټل ته د داخليدو لپاره دې هم پلان ترتيب كړې شي دغسې چې ميلمانه او مسافر د غير ضروري زحمت څخه بچ كړې شي۔د كورنيو چارو وزير سپارښتنه وكړه چې سرينه چوك انټرچينج حدود كښې دې لوئ قومي بيرغ ولګولې شي۔ده ووئيل فروري مياشت ك??ې اېف ايټ ايكسچينج چوك انټرچينج دې بشپړ كړې شي۔په دې موقع د اس??ام آباد ډپټي كمشنر عرفان نواز ميمن او كنټريكټرز د دواړو پراجيكټس پيش رفت په اړه د كورنيو چارو وزير خبر كړو۔
Nguồn bài viết : xsmn Xổ SỐ Miền Nam